ایکنا د المنار ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سیدحسن نصرالله بیګا د شعبانیه اخترونو او همداراز د جانباز د ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې مبارکۍ په وئيلو سره روښانه کړه،د مقاومت د جانبازانو بریاوې حتی د جنګ له ختمیدا وروسته هم دوام لري،ددې په ترڅ کې چې مونږ د بندیانو له مشکلاتو او دردونو سره خبر او بلد یوو او دوی به هیڅکله هم هیر نه کړو.
سید حسن نصرالله د فلسطین موضوع ته اشاره وکړه او ټينګار ئې وکړ، درست اسلامی امت باید له صهیونیسټ رژيم سره په مقابلې کې د فلسطین دملت ملاتړ وکړي او هغه ټوله پیښې چې په همداوروستیو کې رامینځةشوي دي،د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د پاي نښې نښانې دي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې هغه درستې فیصلې چې صهونیسټي رژيم ئې کوي،داسرائيلو په ضد د شهادت غواړو عملیاتو د ترسره کولو لپاره یوازې د فلسطین د ملت کلک هوډ ،ایمان او مقاومت زیاتوي ووئيل؛ دمقاومت معادله نن سبا د مونږ له پولو،ټاټوبي او سمندره ملاتړ کوي او یوازې د ایران اسلامی جمهوریت او سورئې د اسرائيلو په وړاندې د مخه نیونکي ځواک ملاتړ کړی او په همدې علت پر دغو دواوړو هیوادونو یرغلونه کیږي.
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر همداراز ټينګار وکړ،د لبنان له یوې چپې خاورې او سمندره به شاتګ ونه کړو او که د ګیسو او تیلو د ویستلو په باب کوم ځنډ یا لټي وشي،نو اړخونه به ئې د اسرائيلي دښمن لمن هم راګیره کړي. سید حسن نصر الله د سمندري پولو انځور یوه تاریخي او مهمه بریا وبلله او زیاته ئې کړه،دسمندري پولو موافقه له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو دعادي کولو په معنا نه ده.
د لبنان دحزب الله غورځنګ مشر دې ته په اشارې سره چې یو شمیر بندیان له زندانه خوشي کیدا وروسته یوځل بیا دجنګ میدان ته ستانۀ شوي او شهیدان شوي دي ، ددغو کسانو په لیکه کې ئې د شهید سمیر القنطار نامه هم واخسته او وې وئيل، باید د بندیانو د کورنیو مشکلاتو یادونه وکړو چې له کلونو کلونو راهسې د دوي د ستنیدا په تمه وې او د خپلو بندیانو په اړه ئې هیڅ اطلاع نه درلوده. البته باید ووایو چې د خپل ټاټوبی او د خپلو مقدساتو په دفاع کې درست فلسطینی ملت او اسلامی امت نوره د وحشي صهیونیسټانو او استعمار ګرو جنایتونه او تیري نشي زغملی او هر یوه تیري ته به غاښ ماتونکي ځواب ورکړل شي .
https://iqna.ir/fa/news/4126478/%D